د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس، د بامیان زون د ښوونکو مسلکي ودې له ورکشاپ څخه لیدنه او څارنه وکړه

media-moe
Tue, Nov 11 2025 12:05 PM
55

د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي، د بامیان ولایت محترم والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي او پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار په ملتیا، د بامیان زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو د وړتیا لوړونې له ورکشاپ او یو ښوونځي څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس د یاد ولایت د پوهنیزو پروګرامونو له کیفیت څخه مننه وکړه او د ښوونکو د مهم رول څخه یې د یادونې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې ښوونکي باید د درسي کیفیت لا ښه‌والي او د زده‌کوونکو د سالمې روزنې لپاره لا ډېر کوښښ وکړي.
هغه ښوونکو ته په خطاب کې وویل: «د ښوونې او روزنې شاوخوا ۶۰ سلنه کیفیت په مسلکي او مخلصو ښوونکو پورې تړلی دی؛ نو تاسو باید د باکیفیته تدریس او د زده‌کوونکو د سالمې روزنې لپاره لا زیاته هڅه وکړئ.»

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS