د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو مهمو خبرونو لنډيز
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۰۰ تنو راستنېدونکو زدهکوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
ټاکل شوې ده چې یاد زدهکوونکي د هغوی د تعلیمي کچې پر اساس په ښوونځیو کې شامل شي.
بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په لسو ولسوالیو کې د ښوونځیو له ۱۵۸ تنو مدیرانو، اجرائیوي مدایرانو او سرښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج" په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
لوګر
د لوګر ولایت ۲۹۰ بابه ښوونځیو ته د درسي کتابونو وېشلو پروسه په رسمي ډول د پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شوه.
لغمان
د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند استاد ګل پاچا الفت عالي لېسې لپاره د ۱۰۰ متره اوږد دېوال جوړولو چارې د ځایي مشرانو په مالي مرسته پیل شوې.
