د نورستان ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو پروګرامونه پیل شول

media-moe
Mon, May 04 2026 2:21 PM
سیبل

په نورستان ولایت کې د پوهنې تعلیمي وضعیت پیاوړتیا په موخه، د یو لړ پروګرامونو د پلي کېدو چارې چې د یاد ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره تعلیمي اسانتیاوې برابروي؛ د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۴۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پیل شوې.
د دغو پروګرامونو له مخې، به شاوخوا ۳۱ زره زده‌کوونکو ته درسي کڅوړې ووېشل شي.
همدارنګه، په ښوونځیو کې به لمریز برېښنا سیستمونه نصب او فعال شي، درسي ټولګي به په تعلیمي وسایلو سمبال او د اوبو او حفظ‌الصحې اړوند پروګرامونه به هم پلي شي.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن په وینا، د دغو پروګرامونو پلي کېدل به د زده‌کوونکو تعلیمي بهیر پیاوړی کړي او هغوی ته به یو مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS