د نورستان ولایت د ښوونځیو زدهکوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو پروګرامونه پیل شول
په نورستان ولایت کې د پوهنې تعلیمي وضعیت پیاوړتیا په موخه، د یو لړ پروګرامونو د پلي کېدو چارې چې د یاد ولایت د ښوونځیو زدهکوونکو لپاره تعلیمي اسانتیاوې برابروي؛ د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۴۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پیل شوې.
د دغو پروګرامونو له مخې، به شاوخوا ۳۱ زره زدهکوونکو ته درسي کڅوړې ووېشل شي.
همدارنګه، په ښوونځیو کې به لمریز برېښنا سیستمونه نصب او فعال شي، درسي ټولګي به په تعلیمي وسایلو سمبال او د اوبو او حفظالصحې اړوند پروګرامونه به هم پلي شي.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن په وینا، د دغو پروګرامونو پلي کېدل به د زدهکوونکو تعلیمي بهیر پیاوړی کړي او هغوی ته به یو مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړي.
