د بادغیس د پوهنې کارکوونکو ته دوه ورځنى وركشاپ جوړ شو

atayee
Wed, May 15 2019 2:00 PM
د بادغیس د پوهنې کارکوونکو ته دوه ورځنى وركشاپ جوړ شو

دبادغیس ولایت دپوهنې ریاست د مالي څانګي و ۳۰ تنو کارکونکو ته دوه ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو .
نوموړي ورکشاپ دپوهنې رياست په همكاري او CBA موسسي په مالي لګښت په لاره اچول شوى چې د پوهنې ریاست د مالي څانګي او د پوهنې آمرین پکې ګدون كړى، چې دوه ورځې به دوام وكړي او ګډونوالو ته به د معاشونو اجراکول، اضافه کاری، حق الزحمي په هکله لارښوونې او نورګڼ شمیر موضوعات هم ورښودل كيږي.
دیادونې وړده چې دي ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهي د لوړلو په کچه کې د نوی روزنې د اصولو له اړخه مثبتی اغیزې وشیندې .