په میدان وردګ ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
Sun, May 10 2026 3:48 PM
\zcdzxc

د میدان وردګ ولایت د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند «گردن دیوال» عالي لېسې لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو او د سیمې د قومي مشرانو په حضور کې کېښودل شوه.
یاد ښوونځی به په اساسي او معیاري ډول په دوو پوړونو کې جوړېږي، چې ۱۶ درسي ټولګي او اداري خونې به ولري.
اوسمهال د دغې ودانۍ د لومړي پوړ جوړولو چارې د سیمې د علم‌پروره شخص محترم محمد آصف اسماعیل‌زاده له لوري، د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت، پر پنځه جریبه ځمکه ترسره کېږي، چې ټولې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د یاد ولایت پوهنې رئیس، محترم مولوي محمد عثمان حریت، د نوموړي هېوادوال له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: د پوهنې وزارت ژمن دی چې د خلکو په همکارۍ د هېوادوالو لپاره د ښوونې او روزنې غوره زمینه برابره کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS