په دایکنډي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
Tue, Sep 29 2026 10:05 AM
3

د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پتاب‌لرګر لېسې نوې ودانۍ، چې د غلام‌حیدر د غریب‌حسین زوی له لوري پر څلور جریبه وقف شوې ځمکه یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، د خلکو په همکارۍ د یو میلیون او ۲۲۰ زره افغانیو په لګښت جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د شهرستان د پوهنې آمر قاري سیدولي سعیدي، سیمه‌ییزو مسوولینو، مخورو، ښوونکو، زده‌کوونکو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازو ګډون کړی و.
یاده ودانۍ شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري، چې په جوړېدو سره یې لسګونو زده‌کوونکو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شوی دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS