په دایکنډي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پتابلرګر لېسې نوې ودانۍ، چې د غلامحیدر د غریبحسین زوی له لوري پر څلور جریبه وقف شوې ځمکه یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، د خلکو په همکارۍ د یو میلیون او ۲۲۰ زره افغانیو په لګښت جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د شهرستان د پوهنې آمر قاري سیدولي سعیدي، سیمهییزو مسوولینو، مخورو، ښوونکو، زدهکوونکو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازو ګډون کړی و.
یاده ودانۍ شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري، چې په جوړېدو سره یې لسګونو زدهکوونکو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شوی دی.
