د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس له لوري د پروان ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

media-moe
Sat, Oct 10 2026 10:12 AM
65464

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم شیخ محمد شریف حلیمي د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له لوري د پروان ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، چې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، د پروان د پوهنې پخواني رئیس، د ولایت چارواکو او د پوهنې ریاست یو شمېر کارکوونکو په کې ګډون درلود؛ محترم شیخ محمد طاووس طارق په ادارو کې تقرر او بدلون یو اصل وباله او د پروان د پوهنې نوي رئیس ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د لا ډېرو بریاوو هیله وکړه.
د پروان د پوهنې نوي رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي هم په خپله وینا کې د پوهنې ریاست له کارکوونکو وغوښتل چې د چارو ترسره کولو په برخه کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS