د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس له لوري د پروان ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو
د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاستالوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم شیخ محمد شریف حلیمي د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له لوري د پروان ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، چې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، د پروان د پوهنې پخواني رئیس، د ولایت چارواکو او د پوهنې ریاست یو شمېر کارکوونکو په کې ګډون درلود؛ محترم شیخ محمد طاووس طارق په ادارو کې تقرر او بدلون یو اصل وباله او د پروان د پوهنې نوي رئیس ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د لا ډېرو بریاوو هیله وکړه.
د پروان د پوهنې نوي رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي هم په خپله وینا کې د پوهنې ریاست له کارکوونکو وغوښتل چې د چارو ترسره کولو په برخه کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.
