په بدخشان کې د مسلکي زدهکړو روزنیزه برنامه پیل شوه
د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ اړوند په درېیو ښوونیزو حوزو کې د مسلکي زدهکړو روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په دغه روزنیز پروګرام کې ټولټال ۱۱۰ تنه ښوونکي ګډون لري، چې له دې ډلې ۹۰ تنه د عمومي زدهکړو او ۲۰ تنه د جبراني ټولګیو ښوونکي دي.
د واخان ولسوالۍ پوهنې مسوولینو د ښوونې او روزنې پر اهمیت، د ځوان نسل په روزنه او د زدهکوونکو د پوهې او عامه پوهاوي په لوړولو کې د ښوونکو پر اساسي رول خبرې وکړې او دا ډول روزنیزې غونډې یې د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د لارو چارو ښهوالي او د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو لپاره اغېزمنې او ارزښتناکې وبللې.
