په بدخشان کې د مسلکي زده‌کړو روزنیزه برنامه پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
3

د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ اړوند په درېیو ښوونیزو حوزو کې د مسلکي زده‌کړو روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په دغه روزنیز پروګرام کې ټولټال ۱۱۰ تنه ښوونکي ګډون لري، چې له دې ډلې ۹۰ تنه د عمومي زده‌کړو او ۲۰ تنه د جبراني ټولګیو ښوونکي دي.
د واخان ولسوالۍ پوهنې مسوولینو د ښوونې او روزنې پر اهمیت، د ځوان نسل په روزنه او د زده‌کوونکو د پوهې او عامه پوهاوي په لوړولو کې د ښوونکو پر اساسي رول خبرې وکړې او دا ډول روزنیزې غونډې یې د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د لارو چارو ښه‌والي او د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو لپاره اغېزمنې او ارزښتناکې وبللې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

په بامیان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونیزو بنسټونو ترمیم او بیارغونه بشپړه شوه

د پوهنې وزارت له لوري د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ د څلورو ښوونیزو بنسټونو د ترمیم پروژې بشپړې او په یوه غونډه کې چې د دغه ولایت د پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار هم پکې ګډون. . .

BACK TO NEWS