د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین اروزګان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Sat, Oct 17 2026 11:46 AM
564654

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ پلاوي سوېلي ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې اروزګان ولایت ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له مسوولینو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا له اړوندو غړو سره د تعلیمي وضعیت ارزونې او د ۱۴۰۵ لمریز کال د منظور شوي عملیاتي پلان د تطبیق د څرنګوالي په اړه کاري غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د پوهنې د فعالیتونو، تعلیمي بهیر او د منظور شوي عملیاتي پلان د تطبیق د څرنګوالي ارزونې په موخه پر اړینو موضوعاتو خبرې وشوې او د چارو لا ښه والي، د فعالیتونو د اغېزمن تطبیق او د ښوونیزو موخو د تحقق په اړه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د علم او پوهې پر ارزښت او د ښوونې او روزنې په برخه کې د مسوولینو پر مسوولیتونو خبرې وکړې. 
نوموړي ټینګار وکړ، چې د تعلیمي چارو د ښه والي، د پلانونو د اغېزمن تطبیق او د ښوونیزو موخو د ترلاسه کولو لپاره باید ټول مسوولین خپلې دندې په پوره ژمنتیا او همغږۍ ترسره کړي.
همداراز د ښوونې او روزنې محترم معين د اروزګان ولایت د پوهنې له مسوولینو وغوښتل، چې د پلاوي د سفر د پروګرامونو په تطبیق، د ښوونیز وضعیت په ارزونه او د فعالیتونو په څېړنه کې لازمه همکاري وکړي، څو د پوهنې په برخه کې د شته چارو بهیر لا پیاوړی او د فعالیتونو کیفیت لا ښه شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS