په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه
د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه شوه.
د یادې برنامې موخه د ښوونکو او د پوهنې کارکوونکو د مسلکي پوهې لوړول، له نویو ښوونیزو لارو چارو سره د هغوی اشنا کول او په ښوونځیو کې د تدریس او زدهکړې د کیفیت ښهوالي لپاره د زمینې برابرول بلل شوي دي.
