په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د ښوونځي د تعلیمي شورا غړو په مالي ملاتړ پیل شوې دي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۴۰۰ زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب او معیاري چاپېریال برابر شي.
د خاک افغان ولسوال د یادې پروژې په مالي تمویل او پلي کېدو کې د سیمې د اوسېدونکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه.
