په بامیان او دایکنډي ولایتونو کې د نویو ګمارل شویو ښوونکو لپاره معلوماتي سیمینار دایر شو

media-moe
Tue, Jan 06 2026 11:05 AM
سیل

د بامیان ولایت په مرکز کې د پوهنې وزارت د ښوونکو او روزونکو په حضور کې د نویو ګمارل شویو ښوونکو لپاره د دندو لایحې د تشریح په اړه څلور ورځنی سیمینار ترسره شو، چې پکې د بامیان او دایکنډي ولایتونو ۴۹ تنو ښوونکو ګډون درلود.
د بامیان ولایت پوهنې چارواکو په وینا، د یاد سیمینار اصلي موخه د نویو ګمارل شویو ښوونکو لپاره دندو لایحې اړوند محتوا توضیح کول او د پوهنې د مقرراتو په چوکاټ کې هغوی د خپلو مسلکي دندو له اصولو سره آشنا کول دي.
همدارنګه د "تنویر الافکار" پروګرام هم د عامه پوهاوي لوړولو او د ګډون‌والو د مسلکي او ټولنیز لیدلوري پیاوړتیا لپاره طرحه شوی دی. 
دغه روزنیز پروګرام به څلور ورځې دوام وکړي او دا په حقیقت کې د بامیان زون په کچه د ظرفیت لوړولو او مسلکي پراختیا پروګرامونو برخه ده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS