په غور ولایت کې د ښوونځیو سرښوونکو او آمرینو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه
د «اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی روزنیز پروګرام د غور ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي غلام محمد کاظم په حضور کې د اوو ولسوالیو د ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره پیل شو.
یاد پروګرام د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه والي او د اغېزمنو تدریسي مېتودونو پیاوړتیا په موخه د غور پوهنې ریاست لخوا د یوه همکار بنسټ په همکارۍ جوړ شوی دی.
په دې پروګرام کې د بېلابېلو ښوونځیو ۷۵ تنه مدیران، آمرین او سرښوونکي ګډون لري.
