خوست کې د ولایتي ادارې له لوري پوهنې لپاره مالي صندوق پرانېستل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۳:۵۵
خوست کې د ولایتي ادارې له لوري پوهنې لپاره مالي صندوق پرانېستل شو

پوهنې وزارت، خوست: خوست کې له پوهنې څخه د ملاتړ په موخه د پيسو ټولولو صندوق د ولایتي ادارې، ښوونکو او قومي مشرانو په ګډون پرانېستل شو.

خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي د پوهنې په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې چې د ولایت د بېلابېلو قومونو مشرانو، علماوو او بډایه خلکو په کې ګډون کړی و، وویل: نن ورځ د پوهنې ریاست او زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي، نو اړينه ده، چې د پوهنې لپاره مالي صندوق پرانیزو.

نوموړي زیاته کړه، په دې ولایت کې هر بډایه، هټیوال، ځوان او سپین ږیری مکلف دی، چې له دې صندوق سره مرسته وکړي او د صندوق په پیسو به د یوې شفاف بهير له لارې ۳۰ زره زده کوونکو ته کتابونه چاپ کړو.همداراز له ټولو شتنمو غوښتنه کوم، چې د پوهنې لپاره سره یو موټى شي او له دې صندوق سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل: خوست ولایت کې ۲۵۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ثانوي دورې زده کوونکي د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي. نوموړي زياته کړه، په تېرو دو کلونو کې معارف ډير پرمختګ کړى او ۲۷۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني معین کمال سادات، قومي مشرانو هر یو مارک ځدران، رسول محمد ټني، محمد رحیم میاخېل او یو شمېر نورو خبرې وکړې او وې ويل،موږ به پوهنې لپاره ولسي کمپاین پیل کړو ترڅو له هر کور، هر کس او هر هټیوال څخه د پوهنې لپاره پیسې راټولې او زده کوونکو لپاره پرې کتابونه وپيري.

د ناستې په پاى کې د خوست والي او نورو بډایه خلکو په عملي توګه د پوهنې مالي صندوق سره تر لسو لکو افغانیو مرستې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS