داوطلبۍ اعلان
د فاریاب ولایت پوهنې ریاست په شرايطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د څلور بابه ښوونځیو د ودانیو، تشنابونو، انګړونو او د فاریاب پوهنې ریاست د ودانۍ د ترمیم په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
علاقهمندان کولای شي، د شرطپاڼې چاپ شوې کاپي د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې ترلاسه او خپل وړانديزونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له قانون سره سم، په سرتړلي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري/ اسد میاشتې تر ۸مې، پنجشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د ياد ولایت د پوهنې ریاست مالي او اداري آمریت دفتر ته، چې د میمنې ښار د امنیې قوماندانۍ مخې ته موقعیت لري، وسپاري.
د وړاندیز تضمین۱۲۰،۰۰۰ (یو سل او شل زره) افغانۍ دی، چې د بانکي تضمین په بڼه به وي او د یاد وړاندیز د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په اتمه نېټه، پنجشنبې ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې ریاست د مالي او اداري آمریت په دفتر کې جوړه شي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
