د  پوهنې  وزارت  سرپرست وزیر د ناروي هیواد له سفیر سر ه وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۱۴:۲۳
سرپرست وزارت معارف با سفیر کشور ناروی دیدار و ملاقات کرد

نن ورځ دوشنبه (۱۴/۶/۱۴۴۳هـ ق ) له غرمې مخکې  د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله(منیر) صاحب د ناروي هیواد له سفیر ( (Ole Andreas Lindeman  او مل هیئت سره   ملاقات وکړ. 
په دې ملاقات کې چې د یاد وزارت د دفتر لوی  رئیس  مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده صاحب او د نړیوالو اړیکو او تمویل کوونکو  د ریاست رئیس استاد وحیدالله هاشمي صاحب هم حضور درلود، په هیواد کې د میرمنو د تعلیم، د استادانو د معاشاتو او تعلیمي نصاب په هکله مفصل بحث وشو.
د پوهنې سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې کله د نجونو د تعلیم لپاره په کلتوري او دیني لحاظ یو مناسب چاپیریال برابر شي، اسلامي امارت  له اووم نه تر  دولسم ټولګي پوري  په رسمي ډول د هغوی د ښوونځیو پیل کولو ته ژمن دی.د تعلیمي نصاب په برخه کې یې یادونه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې د نصاب د تغیر لپاره کوم عملي اقدام په نظر کې نشته.البته  په خپل وخت به د معمول مطابق د نصاب د تعدیل او غني کولو لپاره زمینه مساعدوي. د استادانو د معاشاتو په برخه کې یې څرګنده کړه چې  د اسلامي امارت له راتګ وروسته د استادانو د څو میاشتو معاشات اجراء شویدي او د نورو میاشتو د معاشاتو د اجراء  لپاره هم کار  روان دی. 
د ناروي سفیر هم په خپل نوبت سره خبرې وکړې او د هیواد له تعلیمي نظام سره یې د هر ډول همکاري ژمنه وکړه .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS