د بامیان ولایت د ښوونځیو ۱۶۰ تنو مسئولینو او ښوونکو لپاره ورکشاپ ترسره شو
د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یوې خیریه ادراې په مالي او تخنیکي ملاتړ سره، د ښوونځیو ۱۶۰ تنو چارواکو، سرښوونکو، ښوونکو او کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ ترسره کړ.
یاد ورکشاپ، چې سرلیک یې "د ۲۰۳۰ کال ښوونځيو لپاره د انسانمحور طرحه" دی، د پنځو ورځو لپاره په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د ښوونځیو د چارواکو، سرښوونکو او ښوونکو د وړتیا لوړولو او پیاوړتیا لپاره پلی شو.
