د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۱۱:۵۸
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د بلخ ولايت د پوهنې رياست د سواد زده کړې مسوولينو په دغه ولايت کې د ملي راډيو او ټلوېزيون له رئیس سره د کتنې پر مهال له هغه وغوښتل چې د اعلاناتو، تبلیغاتو او د پوهاوي د پروګرامونو په خپرولو کې د بلخ له پوهنې رياست سره مرسته وکړي.
بل پلو د بلخ ولايت د ملي راډيو ټلويزيون مشر د پوهنې رياست د خبري پېښو او خلکو ته د خبر ورکولو په برخه کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو په مزارشریف ښار او د دې ولایت د دهدادي، مارمل او چهاربولک په ولسوالیو کې د سواد زده کړې له درسي ټولګیو څخه څارنه وکړه او د تدریسي بهیر د ښه والي په موخه یې د یادو ټولګیو له ښوونکو سره خپل نظریات شریک کړل. .

د شور تېپې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي اسدالله ناصر د يادې ولسوالۍ په کاري غونډه کې، چې د يادې ولسوالۍ مرستيال،امنيت قوماندان او نورو ملکي او نظامي ادارو مسئولينو په ګډون جوړه شوې وه، د پوهنې پر پرمختګ ټينګار وکړ..
د شولګرې ولسوالۍ د پوهنې آمر د يادې ولسوالۍ د ديني مدارسو له مسوولينو سره کاري ناسته وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې په خپلو اړوندو مدارسو کې د پوهنې د کيفيت په لوړولو کې جدي هڅې وکړي.

د چهاربولک ولسوالۍ د پوهنې آمر قاري جمشيد ابوسهيل د يادې ولسوالۍ د امام ترمذي مدرسې، سيد عبدالله بخاري دارالحفاظ او د اعلام بلخ دیني مدرسې له درسي بهير څخه ليدنه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS