د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ۱۴۰۳ لمریز کال کانکور آزموینې ممتاز زده کوونکي او ط.الب العلمان وستايل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۲۳
582

د ریاست الوزراء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي له لوري، د ۱۴۰۳ لمریز کال کانکور آزموینې مخکښ زده کوونکي او ط.الب العلمان د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې وستایل شول.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل او د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال زده کوونکو ته په خطاب کې وويل: تاسو د هېواد د راتلونکي معماران ياست او لازمه ده، تر څو د هېواد او خلکو په وړاندې خپل مسئوليتونه په صادقانه ډول د علم او پوهې په رڼا کې اداء کړئ.

نوموړي زیاته کړه: موږ په ټولو څانګو کې متخصصو او علمي کادرونو ته اړتیا لرو او ژمن یو چې د افغانستان په ټولو برخو کې متوازن ښوونیز خدمتونه وړاندې کړو.

ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معین د افغانستان .ا.ا. د رهبرۍ له هغو هلوځلو مننه وکړه، کوم چې د پوهنې وزارت له پلانونو او پروګرامونو او د کانکور آزموینو ممتازو زده کوونکو سره د لیدنې او ملاتړ په خاطر یې ترسره کړې دي.

په پای کې ممتازو زده کوونکو ته د یاد مقام له لوري چمتو شوي ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS