د زابل ښوونکو لپاره دكانكور آزموينې دچمتوالي ورکشاپ جور شو
د زابل ولایت د مرکز په ګډون د یو شمېر ولسوالیو ښوونکو لپاره د کانکور چمتوالي ورکشاپ جوړ شو.
نوموړي ورکشاپ د پوهنې ریاست د ساینس مرکز له لوري جوړ شوي، چې د مرکز قلات، شاجوی شهري صفا او شینکۍ ولسوالیو د لېسو ۳۰ تنه ښځینه او نارینه ښوونکي پکې ګډون لري.
یاد ورکشاپ به اته ورځې دوام وکړي او هغه لومړني مالومات به ګدون والو ته ور وښودل شي،چې د کانکور چمتوالي په تدریسي برخه کې کارول کیږي، د ساینس مرکز مسؤلین وايي چې دا ډول پروګرامونه خورا مهم او ډېر اړین دي ترڅو په مرکز او ولسوالیو کې دا روزل شوي ښوونکي له خپله پلوه نور ښوونکي هم و روزي او د کانکور ازموینو په رانژدې کیدلو سره زده کوونکو ته د کانکور چمتوالي کورسونه جوړ او هغوی وروزي.