د غزني ولایت له مدارسو سره د یو همکار بنسټ له لوري مرسته وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۱۹
11

په غزني ولایت کې یو خیریه بنسټ، د یاد ولایت د ۵۰ بابه دیني مدارسو له زده کوونکو سره ۱۰۰۰ بستې خوراکي توکي مرسته وکړه.

یاد خوراکي توکي چې اوړه، وريجې، غوړي، لوبيا، نخود، بوره او د کورنيو د اړتيا وړ يو شمېر نور توکي په کې شامل دي، د پوهنې رياست په همکارۍ او همغږۍ مدارسو ته ووېشل شول.

د غزني پوهنې ریاست مسئولین وايي: د خوراکي توکو د مرستې ترڅنګ، یاد بنسټ د دغه ولایت له مدارسو سره د حدیث شریف ۸۰ ټوکه کتابونه او د قرآن کریم یو زره ۱۴۰ جلده مرسته هم کړې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام سره د همکارو بنسټونو د ملاتړ او د خلکو د وطن دوستۍ له احساس څخه مننه کوي.

د ياد ولايت د پوهنې رئیس وويل، چې يو شمېر نورو ادارو هم د غزني له ديني مدارسو سره د ورته همکارۍ ژمنه کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي مرکزونو اداري پروسو ساده‌کولو د طرحو په اړه معلوماتي سیمینار جوړ کړ

د کابل ښار پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري پروسو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۲
Background image

په دیني مدارسو کې د اسلامي امارت د مسئولینو د تدریس په اړه د مشرتابه عالي مقام د حکم په اړه د پوهنې وزارت وضاحت

بسم الله الرحمن الرحیم

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت تل هڅه کوي تر څو د پوهنې بهیر معیاري او با کیفیته کړي، تدریسي چارې منظمې او استاذان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي. په دې لړ کې د دیني مدارسو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۸
Background image

غزني ولایت کې د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند د بابا په سیمه کې د دروېش لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو، چارواکو، علماءکرامو، مشرانو او د یادې ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS