د فاریاب او بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۴۳
د فاریاب او بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي له یوه پلاوي سره فاریاب ولایت ته ولاړ او د دغه ریاست د رئیس او کارکوونکو په حضور کې د دغه ریاست د ډیټابیس سیستم جوړ او پرانیست.
د مسوولینو په وینا: د یاد سیستم له رامنځته کېدو څخه یې موخه د پوهنې ریاست د کارکوونکو د تشکیل، ثبت او راجستر کولو لپاره د یوه مفصل ډیټابیس ترتیب، د انلاین نوم لیکنې اسانتیا او د کارکوونکو لپاره د پېژندپاڼو ترتیب او وېش ښودل شوی.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د محمد ابراهیم عتیقي مدرسې د بیارغاونې چارې او همدارنګه د دغه ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د چهارشنغو د لومړني ښوونځي د بیارغاونې چارې د پوهنې وزارت د تشکیلاتو د رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي او د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله او یو شمېر مخورو کسانو  په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوې.
 ویل کېږي چې د دغې پروژې مالي لګښت د ناروې هېواد له خوا او د جوړولو چارې یې د اکتید موسسې له لوري ترسره کېږي.

بلخ
محمد ظاهر آشکار د بلخ پوهنې ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ د عمومي مدیر په توګه وټاکل شو او د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل له خوا د یادې څانګې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د سید هاشم هاشمي لومړنی ښوونځی د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې جوړ او د څلورو انتقالي بستونو په ګډون د یوه ښوونکي په مقررولو سره رسماً خپل فعالیت پیل کړ.

د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبیب الله حمیدي د مصعب ابن عمیر مدرسې، د ابو عصمت بلخي د نجونو او د ملا عبدالقادر اخند د لومړنیو ښوونځیو د تدریسي بهیر څارنه وکړه او د یادو بنسټونو ښوونکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS