د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۰:۵۴
14

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول دي چې د پوهنې وزارت غواړي د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت د مرکزي ودانۍ، استخدام ودانۍ، اودس‌خونې او یو شمېر نورو ادارو لپاره د لږ تر لږه ۱۵۹ قلمه توکو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې قرارداد، د دنیا ثروت شرکت سره چې په قمبر څلورلارې کې موقعیت لري، د لږترلږه ۳،۱۵۸۰۱۱ درې مېلیونه یو لک اته پنځوس زره او یوولس افغانۍ په ټولیز قېمت ورکړي.
هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS