د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول دي چې د پوهنې وزارت غواړي د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت د مرکزي ودانۍ، استخدام ودانۍ، اودسخونې او یو شمېر نورو ادارو لپاره د لږ تر لږه ۱۵۹ قلمه توکو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې قرارداد، د دنیا ثروت شرکت سره چې په قمبر څلورلارې کې موقعیت لري، د لږترلږه ۳،۱۵۸۰۱۱ درې مېلیونه یو لک اته پنځوس زره او یوولس افغانۍ په ټولیز قېمت ورکړي.
هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.