د قرارداد ورکولو پرېکړې اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۴۶
xzczx

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت غواړي، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت مرکزي هستي ادارو اړتیا وړ د ایرکنډیشن اجناسو اړوند ۱۷ قلمه توکو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې قرارداد د خدمات لوژستیکي وهاب اماني شرکت ته چې د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې موقعیت لري، د یومېلیون ۱۷۴ زره ۱۰۰ افغانیو په ټولیز قېمت ورکړي.

هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دغه اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی او د قانوني پروسې تر بشپړېدو مخکې د اجراء وړ نه دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره د څو خبرونو لنډیز

 بامیان
د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ له ښوونځیو سره د ۲۶۹ زره ۸۰۰ افغانیو مرسته وکړه.
د یادې ولسوالۍ د پوهنې چارواکو په وینا، دا مالي مرسته د توکو پېرودلو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۳
Background image

د دایکنډي ولایت پوهنې منسوبینو لپاره لارښود سیمینار جوړ شو

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست، د ارزیابۍ اجراآتو لارښود، عملیاتي پلان تشرېح او راپور لیکلو برخه کې د ښوونځيو ۵۰ تنو آمرینو، مدیرانو او علمي غړو لپاره سیمینار ترسره کړ.
د یاد ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس جوزجان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ پلاوی جوزجان ولایت ته لاړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مولوي لعل جان راشد، د ولسوالیو د پوهنې. . .

BACK TO NEWS