د لوګر د پوهنې رياست او د آى، آر ، سي مٶسسې د مسٶلينو تر منځ غونډه جوړه شوه
د لوګر ولايت د پوهنې رياست او د آى، آر ، سي مٶسسې د پوهنې برخې د چارواکو تر منځ غونډه جوړه شوه.
دا غونډه د پوهنې رياست په مقام کې جوړه شوې وه، چې په کې د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز، تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام، د مالي او اداري چارو مرستيال محمد عارف معاذ، د اسلامي زده کړو مرستيال صديق الله عزيزي، د دغه رياست ځينو نورو کارکوونکو او د يادې مٶسسې د پوهنې برخې مسٶل محمد منير سمسور برخې اخيستې وه.
په دې غونډه کې، د پوهنې له بهير سره د يادې مٶسسې د تېرو او راتلونکو مرستو او پروګرامونو پر څرنګوالي هراړخيزې خبرې وشوې.
په پيل کې، د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز له پوهنې سره د يادې مٶسسې شوې مرستې وستايلې او د مرستو پر دوام او روڼتيا يې ډېر ټينګار وکړ.
وروسته د آى ، آر ، سي مٶسسې د پوهنې برخې مسٶل محمد منير سمسور له پوهنې سره د دې مٶسسې د تېرو او راتلونکو مرستو او پروګرامونو په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پاى کې، د پوهنې رياست مسٶلينو د يادې مٶسسې پر راتلونکو مرستو او پروګرامونو خوښي څرګنده کړه او غوښتنه يې وکړه، چې ټولې مرستې او پروګرامونه بايد د دوى په پوره همغږۍ ترسره شي.
