د ملک په کچه د ساینس او ریاضیاتو د مخکښو علمي پروژو ارزونې بهیر پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۱۹
1

نن د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست له لوري، د ملک په کچه د زده‌کوونکو د مخکښو علمي او ساینسي پروژو د ارزونې درې ورځنی بهیر، د پوهنې وزارت مسوولینو او د یو شمېر پوهنتونونو د استازو په حضور کې پیل شو.
د یادې برنامې د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز رئیس محترم انجنیر عبدالوکيل الهام، د دغې علمي برنامې د موخو، څرنګوالي او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل:" د يادې برنامې اساسي موخه د زده‌کوونکو د علمي استعدادونو او نوښتونو پېژندل، د مخکښو زده‌کوونکو هڅول، د هغوی د وړتیاوو غوړېدو ته زمینه برابرول او د امکان تر حده د لا ډېرو ښوونیزو او علمي اسانتیاوو برابرول دي."
د یادونې وړ ده، چې په دغې درې ورځنۍ علمي برنامه کې د مرکز او ولايتونو د ام/ارتي او خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو شاوخوا ۱۴۰ علمي او ساینسي پروژې، د دعوت او ارشاد ریاست، د علومو اکاډمۍ او د دفاعي، ابو عبیده دفاعي، پوليـتخنیک او کابل پوهنتونونو د ارزونکو پلاوو له لوري د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ تر ارزونې لاندې ونيول شي.
د ارزونې بهیر په پای کې به هغه زده‌کوونکي چې په خپلو علمي پروژو کې یې غوره وړتیاوې، نوښتونه او ابتکارات نندارې ته وړاندې کړي وي، د پوهنې وزارت مسوولینو له لوري په ستاینلیکونو او ډالیو وستایل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

په لوګر کې یو ښوونځي ترميم شو

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ رضاخېل لېسې احاطوي دېوال بېرته ورغول شو او ترڅنګ یې د یاد ښوونځي د امنیت د ټینګښت په موخه امنیتي کمرې هم نصب شوې.
دغه رغنیزې چارې د سیمې د اوسېدونکو په مالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په غور کې يو شمېر زده‌کوونکو ته د کانکور چمتووالي برنامه پیل شوه

د غور ولایت تیوره ولسوالۍ اړوند ښوونځیو ۶۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي څلور میاشتنۍ وړیا ښوونیزه برنامه پیل شوه.
دغه برنامه د کانکور ازموینې لپاره د غوره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت له پوهنې سره د ۱.۴ میلیونه افغانیو مرسته شوې

د روان لمريز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د ښوونیزو مرکزونو د ملاتړ او د تعليمي امکاناتو لاښه والي په موخه،  د معارف دوستو اشخاصو له لوري د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS