د ميدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست نوی رئیس معرفي شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۹:۵۸
د ميدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د تضمين كيفيت د معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لورې د ميدان وردګ ولايت د پوهنې نوی رئیس مولوي محمد عثمان حريت د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد رياست کارکوونکو ته رسما معرفي شو.
یادو مراسمو ته د وينا پر مهال د پوهنې وزارت محترم معین صاحب د میدان وردګ ولايت د پوهنې د مخکني رئیس مولوي ګل ولي متقي خدمتونه وستایل او نوي رئیس ته يې په ور سپارل شوي مسئوليت کې د توفيق غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د ميدان وردګ ولايت د پوهنې نوي رئیس تر دې وړاندې د زابل ولایت د پوهنې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، چې په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د مشرتابه په وړانديز او د رياست الوزراء د محترم مقام د منظوري په اساس، د ميدان وردګ ولايت د پوهنې د رئیس په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS