د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
54564

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه، په میدان وردګ ولایت کې مشورتي غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، ښاغلو معینانو او یو شمېر محترمو رئیسانو، د میدان وردګ والي محترم الحاج مولوي خیرالله خیرخواه او پوهنې مسوولینو، د میدان وردګ، غزني او بامیان ولایتونو یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو قدرمنو مهتممینو ګډون درلود.
د پوهنې وزیر د دیني مدارسو د علمي کیفیت لوړول ګډ مسوولیت وباله او د منظم درسي پروګرام پر تنظیم او تطبیق او د علماءکرامو او مهتممینو له مشورو څخه پر ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ.
په پای کې علماءکرامو او مهتممینو د درسي او اداري چارو ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل او د دیني مدارسو د کیفیت لوړولو لپاره یې پر ګډې همکارۍ او دوامدارو هڅو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS