د میدان وردګ ولایت له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۵
zxczxc

* د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند یوه خیرخواه او معارف‌پال شخص له لوري، د کفتان تاج محمد خان عالي لېسې سره سل زره افغانۍ مرسته شوې ده او یادې پیسې د ښوونځي د ترمیم او بیارغونې په چارو کې لګول شوې دي.

* د همدغه ولایت د چک ولسوالۍ د کریم شهید لېسې لپاره، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۲۳ زره افغانیو په لګښت د اوبو یو حوض جوړ شوی، ترڅو د ښوونځي انګړ زرغون او ښایسته وساتل شي.

* د یوه بل خبر له مخې؛ د همدې لېسې د دولسمو ټولګیو فارغانو، د خپلې لېسې ۵۳ تنه یتیمو او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت د ښوونځي جامې اخیستي او وېشلې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

BACK TO NEWS