د ننګرهار، کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو د څارنې غړو ته روزنیږ ورکشاپ جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۳:۴۴
د ننګرهار، کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو د څارنې غړو ته روزنیږ ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو د عالي دارالمعلمینونو او پوهنې ریاستونو د مرکزي هستو د څارنې ۴۰ کارکوونکو ته دزده کړو لپاره د ارزونې تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی ورکشاپ پېل شو.

یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت له لوري او د یونیسف موسسې په مالي مرسته جوړ شوی .

د ننګرهار پوهنې رياست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په مراسموکې د څارنې غړِي خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل او دوی ته یې سپارښتنه وکړه چې د زدکونکو د زده کړو کچه وارزوئ.

د ننګرهار عالي دارالمعلمین ریس مولوي محمد داود ابراهیم خیل په خپلو خبرووکې برخه والو ته وویل: تاسو به په خپلو سیموکې نور ښوونکي او د څارنې غړي روزئ څومره چې تاسو دلته ښه زده کړه وکړئ هماغومره به نور ښوونکي ښه وروزي.

د پوهنې وزارت څخه د راغلو څلورو تنو روزونکو په استازولۍ عبدالشکور عزیزي وویل په دې پنځه ورځني ورکشاپ کې چې د یونیسف ادارې په مالي مرسته جوړ شوی برخه والو ته د تکویني ارزونې په اړه ټول لازم او اړین معلومات او مواد په واک کې ورکول شي. نوموړي وویل: په لومړي سر کې تکویني ارزونه یوازې په ازمایښتې بڼه تر سره کیده خو اوس یې اغیزمنیتا ته په پام سره رسمي بڼه خپله کړې او په ټولو ولایتونو کې په یو ډول ترسره کیږي. هغه دورکشاپ له ګډونوالو هیله وکړه چې په ورکشاپ کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS