د ننګرهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۴:۶
fgh

د افغانستان ودان موسسه په پام کې لري، چې د ننګرهار په هغو ولسواليو کې چې د زده کړو سیمه ییزې ټولګي شتون نه لري، نوي ټولګي پرانیزي

د ننګرهار پوهنې رياست د يادو ولسواليو د پوهنې آمرینو په دې هکله يو ورځنى سيمينار جوړ کړ.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د دغه ولايت د سوداګریزو خونو له اجرائيه رئيس سره وکتل.
په دې کتنه کې نوموړي د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې د علم او سواد زده کړې پر ارزښت د بحث پرمهال له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د پوهنې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

د ننګرهار د پوهنې رئیس د دغه ریاست له مسوولینو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د نوي ښوونیز کال د پیل لپاره چمتووالی ونیسي.
د غونډې ګډونوالو د خپلې چمتووالي د څرګندولو په ترڅ کې خپلې کاري ستونزې یې د پوهنې له رئیس سره شریکې کړې.

په ننګرهار ولایت کې له پوهنې سره خواخوږو شخصیتونو لاندې مرستې یې راټولې کړي او د دغه ولایت پوهنې ریاست ته یې سپارلي دي:
1- ۲۰۰ امریکایی ډالره نغدي پیسې.
 2- یو زر او 300  پخې خښتي.
۳- لوډسپیکرونه، د لمریزې بریښنا چارچرې او د خطابې میزونه.
د پوهنې رياست مشرتابه له دوی څخه مننه وکړه او د نورو مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.

د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځيو ریاست يو پلاوى ننګرهار ولايت ته ولاړ او د دغه ولايت د خصوصي ښوونيزو بنسټونو له مسوولينو سره يې وکتل.
په دغو ناستو کې د خصوصي ښوونځیو ریاست پلاوي د خصوصي بنسټونو له استازو وغوښتل چې د ښوونځیو ټول فعالیتونه او تاسیسات د پوهنې وزارت د طرزالعمل سره سم تنظیم کړي او د خپلو ښوونځیو د معیاري کولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ له خالد بن ولید، عبدالله بن عباس او د مظاهر العلوم له دارالعلومونو او دارالحفاظونو څخه  ۲۲ تنه د قرانکریم حافظان فارغ شول. او یاد فاضلان د نوموړي ولسوالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۳:۵۶
Background image

د نیمروز له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د نیمروز ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني د شهید ګل محمد لېسې د ۱۴ درسي ټولګيو د بیارغونې له چارو څخه څارنه.
نوموړي د دې ناستې په ترڅ کې وويل: د پوهنې پرمختګ د پوهنې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۱:۵۶
Background image

د کابل له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د ماشوم ساتنې موسسې سیمه ییزو کارکوونکو او د موسهي ولسوالۍ د پوهنې آمر د یادې ادارې له خوا له مرستو شويو پنځو ښوونځیو د اوبو رسولو له سیستم څخه لیدنه وکړه. د پوهنې مسوولینو د دې ادارې. . .

BACK TO NEWS