د ننګرهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۹:۴۱
مروری بر کار و فعالیت ریاست  معارف ولایت ننگرهار

د ننګرهار د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د دغه ولايت د ۲۲ ولسواليو د پوهنې له مسوولينو سره د ليدنې پرمهال د اداري ستونزو او د ياد رياست د پلانونو د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې او له دوی يې وغوښتل، چې د پوهنې کيفيت لوړولو ته پاملرنه وکړي او په اړوندو ښوونځيو کې د زده کوونکو د سالمې روزنې په باب جدي پاملرنه وکړي.

د ننګرهار د پوهنې رياست له لوري د جلال آباد ښار په سيد شمس الدين مجروح لېسه کې نندارتون پرانستل شو.
 په دې نندارتون کې به د زده کوونکو لاسي صنایع، نوښتونه او عملي لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شي.
د پوهنې د مسوولينو د څرګندونو له مخې: له دغه نندارتون څخه يې موخه د زده کوونکو هڅول او د هغوى د عملي کار پياوړتيا ده.

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو لپاره د کتابچو او درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا: دغه ښوونيزې توکي څه موده وړاندې پوهنې رياست ته د يونيسف د سيمه ييز دفتر له لوري ورکړل شوي وو، چې اوس د زده کوونکو د درسونو له پيل سره سم په مرکز او د ټولو ولسواليو پر زده کوونکو د وېش لړۍ پيل شوې ده.

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت پوهنې ریاست سره د خپلو مرستو پر دوام دا ځل د پوهنې له ریاست سره د ۲۲۶ خیمو مرسته کړې، او دا خیمې به هغو ښوونځیو ته ورکړل شي، چې د درسي خونو له کمښت سره مخامخ دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS