د نیمروز له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۳:۵۶
خبرهای ریاست معارف ولایت نیمروز

د نیمروز ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني د شهید ګل محمد لېسې د ۱۴ درسي ټولګيو د بیارغونې له چارو څخه څارنه.
نوموړي د دې ناستې په ترڅ کې وويل: د پوهنې پرمختګ د پوهنې په ملاتړو پورې اړه لري، ځکه د پوهنې کاروان هغه مهال خپل منزل ته رسېداى شي، چې ولس يې ملاتړ وکړي.

په نیمروز ولایت کې د ORCD موسسې د ولایتي دفتر مسؤول د دغه ولایت د پوهنې له رئیس سره په کتنه کې د ۱۸ ښوونځیو زده کوونکو ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د مخنیوي په موخه د ۴۰۰۰ بستو طبي توکو د مرستو اعلان وکړ.
په دې کتنه کې د پوهنې رئيس له يادې ادارې څخه مننه وکړه او د دغه ولايت له نورو ښوونځيو سره يې د لا زياتو مرستو د دوام غوښتنه وکړه .
د خاشرود ولسوالۍ د پوهنې آمر په دې ولسوالۍ کې د کوار موسسې په ملاتړ د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د زده کوونکو د ښوونې او روزنې د ښه والي په موخه څارنه ترسره کړه.
 نوموړي په يادو ټولګيو کې د زده کړې بهير د قناعت وړ وباله او له خلکو يې وغوښتل، چې د ابدي سعادت د ترلاسه کولو په موخه علم زده کړي.

د سیستان د هلکانو په لېسه کې د سیرت النبی ص سیالۍ تر ۴۰۰ زیاتو زده کوونکو په ګډون ترسره شوې.
تنظیم کوونکو د دې سیالیو موخه د زده کوونکو د پوهاوي د کچې لوړول او د رسول الله ص له سیرت سره د هغوی آشنا کول یاد کړل.
په یو بل خبر کې؛ د يادې لېسې ادبي او فرهنګي ټولنې د دې لېسې د زده کوونکو لپاره د مطالعې فرهنګ د پياوړتيا په موخه د کتاب لوستلو سيالۍ او يو ښوونيز سيمينار جوړ کړ.
 د مسوولينو د څرګندونو له مخې: په دې پروګرام کې له بېلابېلو ټولګيو څخه څه دپاسه سل تنو زده کوونکو ګډون کړى وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS