د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د پوهنې وزیرې د مبارکۍ پیغام

media-moe
جمعه ۱۳۹۹/۵/۱۰ - ۶:۰

درنو او پتمنو هېوادوالو، ورونو او خویندو!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

تاسو او ستاسو با عزته کورنیو ته د نېکمرغه لوی اختر بهترینې مبارکۍ وایم.

د کوید-۱۹ او نورو سختو شرایطو سره - سره لوی الله تعالی ته هیله ده چې په ګران او سرلوړي افغانستان کې به د ورورولۍ، سولې، سوکالۍ او پرمختګ لمر و خیژي.

د پوهنې وزارت د ژورو اصلاحاتو لړۍ پیل کړې ده او ان شاالله دا به ژر یقیني کړي چې د ښوونځي او زده کړو هر مستحق افغان ته با کیفیته او عادلانه زده کړې برابرې شي چې ده او دده د کورنۍ سوکاله ژوند ته لار هواره کړي.

مننه او درنښت
 
د پوهنې وزارت سرپرسته او نوماند وزیره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۷
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت
د مرکز اړوند په شش‌قلعه کلي کې د سیمې د خلکو په مرسته د یو باب ښوونځي لپاره ۳ نوې درسي ټولګي په پاخه او اساسي بڼې جوړ شول،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) له دارالعلوم څخه نږدې ۱۰۰ تنه طلاب فارغ شول

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له خوا، د امام ابوحنیفه (رح) دارالعلوم د دولسم او څوارلسم ټولګي ۹۹ تنو فارغانو لپاره د فراغت شانداره مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

BACK TO NEWS