د هرات د ښوونځیو له زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه
د پوهنې وزارت_هرات: د هرات ولایت د پوهنې ریاست سره د ښه نیت لرونکو خلکو او اشخاصو د دوستانه مرستو په دوام، نبی الرحمه خیریه بنسټ د دې ولایت د ښوونځیو بیوزلو زده کونکو سره مرسته وکړه.
د هرات ولایت د پوهنې رئیس زکریا رحیمي د سیفي د هلکانو لیسې له لوري د مهربانۍ جشن په تړاو د قلم او کتابچو ویش پرانستلو پروګرام کې د ولسي بنسټونو او مختلفو نهادونو له لارې د مرستو جلب په وسیله د معارف عمومي کیدو په برخه کې د پوهنې وزارت هڅو ته اشاره وکړه او د مهربانۍ جشن جوړیدو په اړه يې د نبي الرحمه بنسټ څخه مننه او قدر داني وکړه.
د نبي الرحمه بنسټ د استازي عبدالله جویا په خبره هرکال ۳۵۰۰ مستحقه زده کوونکي د دوی ترپوښښ لاندي نیول کیږي.
د مهربانۍ جشن هرکال د نوي تعلیمي کال په پرانستلو سره د نبي الرحمه بنسټ له لوري د پوهنې ریاست په همکاری د بي وزله زده کوونکو لپاره د قرطاسیې او نورو زده کړو موادو راټولولو په هدف جوړیږي.
دغه جشن سږکال د دي شعار ترعنوان لاندي چې د مینې په ورکولو سره د زړه ترلاسه کولو لپاره ځو د کرونا ویروس له امله په لږ ځنډ ترسره شو.