د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ښوونکو د ګمارلو طرزالعمل په موخه د همغږۍغونډه جوره وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۴:۳۸
aret

د پوهنې وزارت د سرپرست وزير الحاج مولوي حبیب الله آغا په حکم د بشري سرچینو او پراختیا ریاست د لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب تر څارنې لاندې د لیرو پرتو سیمو د ښوونکو د ګمارلو په طرزالعمل کې د سمون په موخه یوه تخنیکي کمېټه وټاکل شوه. د دې تخنيکي کمېټې په غړو کې چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معينيت، مالي او حسابداري، تشکيلات او استخدام رياستونو استازي شامل دي، د هېواد په پرتو او محرومو سيمو کې د ښوونکو د استخدام په اداري طرزالعمل کې د اسانتيا رامنځته کولو په موخه ناسته وکړه.

غونډه د قرانکريم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو عمومي رئیس د هېواد پرتو او محرومو سیمو زده کوونکو ته د ښوونکو د ګمارلو پر اړتيا او ګټو د ټينګار ترڅنګ، په دې برخه کې د متوازنو ښوونیزو اسانتیاوو د برابرولو په لارو چارو هره اړخيزه وينا وکړه. 
ورپسې د تخنيکي کمېټې غړو د يادې کړنلارې د لغتونو او محتوا د هرې کرښې په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
د غونډې ګډونوالو د بحثونو پر مهال د کړنلارې په اړه خپل اصلاحي نظرونه څرګند کړل او پرېکړه وشوه، چې د کړنلارې د محتوا د لا بډاینې په موخه دې یادې غونډې د څو ورځو لپاره دوام وکړي، ترڅو په دې اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شي او د پام وړ سمونې رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS