د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ديني مدارسو د زده کوونکو فراغت غونډې تر سره شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۴:۲
44

په ارزګان ولایت کې د سعادة العمریة او الفرقانیة له دارالعلومونو، کندهار ولایت کې د خالد بن ولید (رضي الله عنه) له مدرسې او په خوست ولایت کې له جامعة مدینة مدرسې څخه لسګونه حافظان او ط.البان فارغ شول.

د یادو فارغانو د فراغت مراسم په هغو جلا جلا غونډو کې ترسره شول، چې پکې د پوهنې رئيسانو، علماوو، قومي مخورو او د دغو ولايتونو د سيمه ييزو ادارو مسئولينو ګډون درلود.

په یادو مراسمو کې د پوهنې رئیسانو او دیني علماوو فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ پرمهال، د دیني علومو ترڅنګ عصري علومو او ټکنالوژۍ ته د علماوو لاسرسی اړین وباله او د هغوی پر زده کړې یې ټینګار وکړ.

نورو ويناوالو هم د قرآن عظيم الشان د علم په اهميت او د ټولنې په پرمختګ کې د علماوو پر رول خبرې وکړې.

د پورتنیو مراسمو په پای کې پر فارغانو د ستاینلیکونو د وېشلو سربېره د هغوی پر سرونو د فضیلت پګړې هم وتړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS