د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۱۹
471

بلخ

د بلخ ولایت د ښوونځیو شوراګانو، د مزارشریف ښار اړوند د ابوریحان البیروني، رئیس عبدالخالق او عطا محمد لېسو ته د ۵۰ زره افغانیو په لګښت، د اوبو پمپونه، پایپونه او څاه ګان برابر او د ټولګیو ځینې برخې یې بیاورغولې.

غزني

د پوهنې یو همکار بنسټ د غزني ولایت واغظ ولسوالۍ اړوند د شهید عبدالکبیر لېسې لپاره په تخنیکي وسایلو سمباله کمپیوټر خونه جوړه کړه.

په یاده کمپیوټر‌‌‌‌‌‌‌‌‌خونه کې د درسونو د تدریس لپاره شاوخوا ۱۵ پایې کمپیوټرونه او یو LCD د درسونو د تدریس په موخه نصب شول.

هرات

د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر، د شهرک آريانا عالي لېسې څخه د ليدنې پر مهال، د يادې لېسې له ښوونکو او د شورا له غړو سره هم وکتل.

نوموړي د شورا له غړو سره د ناستې اساسي موخه، د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل او د سيمې د خلکو د غوښتنو آورېدل وبلل.

لوګر

د لوګر ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي په مشرۍ د یاد ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د دولتي او خصوصي ښوونیزو ادارو مسئولینو د خپلو پلانونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه

د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ اړوند د ۵۰ بابه دیني مدارسو د ۷۰ اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو.

په پام کې ده، چې په دغه سیمینار کې به د پوهنې وزارت کارپوهانو له لوري ګډون والو ته اداري او مالي مسایل تدریس شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS