د پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو او نیز مجلس دائر شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۶:۱۲
د  پوهنې  وزارت  د  مرکزي رئیسانو   او نیز  مجلس  دائر  شو

تر غرمې وروسته د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د معین الحاج مولوي سخاء الله  سعید په مشرۍ د  یاد وزارت د مرکزي رئیسانو(۳۰)  اونیز مجلس دائر شو .
په دې مجلس کې چې د یاد وزارت په مرکزي رئیسانو برسیره معینانو هم برخه درلوده،د اسلامي تعلیماتو دمعین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده په مشرۍ یو پنځه کسیز هیئت ته دنده وسپارل شوه ترڅو د د دیني مدارسو د هغو طالبانو او فارغانو لپاره چې په اسنادو او تذکرو کې یې نومونه توپیر لري یوه طرحه جوړه او د وزارت له مقام سره یې شریکه کړي. همدارنګه د اسلامي تعلیماتو معینیت ته دنده وسپارل شوه ترڅو سږکال چې د مدارسو له طالبانو او فارغانو څخه د حدیثو د دورې او وړې دورې ازموینې واخیستل شوې د هغوی د ازموینو د پاڼو دکتلو او نتائجو د جوړولو او همدارنګه د دارالعلومونو د  زده کوونکو د لیلیې لپاره یوه جامع طرحه جوړه او د وزارت له مقام سره یې شریکه کړي. د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس مولوي محمداسحق حقیقي په مشرۍ د پوهنې وزارت او بهرنیو او داخلي موسساتو  تر منځ  د ترسره شویو توافق نامو د کتنې لپاره مؤظف شوي  هیئت ته دنده وسپارل شوه ترڅو د  ترکیې د معارف له بنسټ سره ترسره شوې توافق نامه یو  ځل بیا وګوري  او د یادې توافق نامې د تعدیل یا په خپل حال پاتې کېدلو لپاره د وزارت له مقام سره خپل نظر شریک کړي. غونډه  ددعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS