د پوهنې او مالیې وزارتونو د غیر مالیاتي عوایدو ګډې کمېټې د همغږۍ غونډه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۲
erf

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې، املاکو او مراقبت او د مالیې وزارت د غیرمالیاتي عواید ریاستونو اړوند د عوایدو د ګډې کمېټې همغږۍ غونډه، د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله «وصیل»، د مالیې وزارت د غیر مالیاتي عوایدو رئیس امان الله «امین»، د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې، املاکو او مراقبت رئیس مولوي سمیع الحق «حماس» او د دواړو ادارو یو د شمېر تخنیکي همکارانو په حضور کې جوړه شوه.
د یادې غونډې اساسي موخه، د پوهنې وزارت د عوایدو د ارزونې او خدماتو وړاندې کولو لپاره د پوهنې او مالیې وزارتونو د ګډ پلاوي په تشکیل سره د ا/مارتي املاکو د کړنلارې چمتو کولو، د کانټینونو کرایې لپاره د لارښود پر برابرولو او د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې، املاکو او مراقبت ریاست لخوا پر وړاندیز شویو موضوعاتو هراړخیز بحثونه ترسره شول.
په پلان کې ده، چې د دغې کمېټې په راتلونکو غونډو کې به د اداري پروسو له مخې، د پورته ذکر شویو مسایلو پر بنسټ کړنلاره چمتو او پلي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS