د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
65

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د BRET سیسټم پلي کول وو.

میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو د لومړنیو او ثانویه درجو او د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو په علمي سیالیو کې ۱۸ تنه غوره زده‌کوونکو ته دیني کتابونه، قرطاسیه او جامې د پوهنې چارواکو لخوا ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS