د پوهنې له ډګره د ځينو ولایتي خبرونو لنډیز

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۱۳
5145

پروان

د پروان ولایت جبل سراج ولسوالۍ اړوند د ګذرپایان ښوونځي بیارغونې چارې د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د ځایی خلکو په مالي ملاتړ سره پیل شوې. چې له دې جملې څخه ۶۰ زره افغانۍ د یو همکار بنسټ او ۴۰ زره افغانۍ د یو تن علم پرور شخصیت ښاغلي عبدالله شمس لخوا ورکړل شوې دي.

۰ همدارنګه، د پروان ولایت پوهنې ریاست د جبل سراج ولسوالۍ خالد بن ولید (رضی الله عنه) منځني ښوونځي د زده‌کوونکو، ښوونکو، مدیرانو او د علمي شورا غړو لپاره یو علمي کنفرانس جوړ کړ.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ د سرخت عالي لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکه د ځایی خلکو لخوا د ۴۰ زره افغانیو په لګښت جوړه او فعاله شوه.

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې د امام ابو حنیفه (رحمة الله علیه) عالي لېسې زده‌کوونکو څخه د "تعلیم الاسلام" مضمون ازموینه واخیستل شوه، چې موخه یې ځوانان له اسلامي زده‌کړو سره اشناکول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS