د پوهنې وزارت او ( I.H.H) خیریه بنسټ ترمنځ د افغان یتیمو ماشومانو  لپاره د تعلیمي کمپلیکس د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۳۸
jhgf

(چهارشنبه،۱۴۴۴/۱/۱۹هـ.ق-۱۴۰۱/۵/۲۶هـ .ش)

د پوهنې وزارت او ( I.H.H) خیریه بنسټ ترمنځ د افغان یتیموماشومانو لپاره د یو ستر ښوونیز او روزنیز کمپلیکس د جوړولو هوکړه لیک د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر او د یاد بنسټ د مرستیال ښاغلي (یعوذ دده)  ترمنځ د یولړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.
یاد مراسم چې د قرآن عظیم الشان دڅو مبارکو ایاتونوپه تلاوت سره پیل شول، لومړی د پوهنې محترم وزیر صاحب د اسلام دمقدس دین له نظره د یتیمانو دتکافل او پالنې د اهمیت په  اړه تفصیلي وینا وکړه او د ترکیې هیواد د یاد خیریه بنسټ څخه یې  مننه وکړه، چې په کابل ښار کې یې د یتیمو افغان ماشومانو لپاره د یو ستر تعلیمي او روزنیز کمپلیکس د جوړولو اراده  کړېده. 
ورپسې د یاد بنسټ مرستیال ښاغلي (یعوذ دده) وینا وکړه او په خپله وینا کې یې  د بنسټ فعالیتونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې یاد بنسټ په نړۍ کې د یولک دیرش زره(۱۳۰۰۰۰)  یتیمانو مالي، تعلیمي  او روزنیز  تکافل په غاړه لري او غواړي چې په افغانستان کې خپل خیریه فعالیتونه نور هم پراخ کړي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد کمپلیکس درسي ټولګي، لیلیه، مسجد، طعام خانه(خوړنځی) او د لوبو میدان شامل دي او په یو وخت کې  د زر(۱۰۰۰) تنو زده کوونکو د ځایو لو ظرفیت لري.
یاد مراسم د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت دسرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۴۱
Background image

په غور ولایت کې نوې درسي خونې جوړې او د سیمه ییزو زده‌کړو ۸۱ بابه ټولګي تاسیس شول

پوهنې وزارت د غور ولایت د ۲۳۰۵  تنو له ښوونځيو بهر ماشومانو ته د باکیفیته زده‌کړو او روزنې په موخه، د یوې تعلیمي همکارې ادارې په ملاتړ  ۸۱ بابه سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.
همدارنګه د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت محترم سرپرست د کابل ښار په استقلال لېسه کې له څلور‌نیم‌میاشتنيو ازموینو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني په ملتیا، په استقلال لېسه کې د زده‌کوونکو له څلورنیم‌میاشتنيو ازموینو څخه لیدنه وکړه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۴۴
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

 لوګر
یو تن علم پروره شخصیت له لوري، د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند له قلعه ابراهیم خان ښوونځي سره، د ۲۶ زره ۲۰۰ افغانیو په لګښت د تدریسي او اداري توکو مرسته وشوه.

 هلمند
د هلمند ولایت. . .

BACK TO NEWS