د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین د یاد وزارت مسئولینو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۹:۱۵
معین جدید تعلیمات اسلامی وزارت معارف به مسئولان و کارمندان آن وزارت معرفی شد

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر او د اسلامي امارت د چارو د ادارې د لوی ریاست  د مرستیال الحاج مولوي سیف الدین تائب له لوري د پوهنې وزارت  مسئولینو او کارمندانو ته  رسما ور معرفي شو. 
هغه مراسم چې په همدې مناسبت د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر، د سرچینو او ادارې معین شیخ الحدیث و التفسیر خلیفه حافظ مولوي سعیداحمد شهیدخیل او د چارو د ادارې د لوی ریاست مرستیال الحاج مولوي سیف الدین تائب پکې ویناوې وکړې.
ټولو ویناوالو محترم اخندزداه صاحب ته د نوې دنده مبارکه وویله او د الله تعالی له دربار څخه یې ورته د توفیق غوښتنه وکړه. وروسته د نوموړي لنډ ژوند لیک د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس عزیزاحمد ریان  له لوري ولوستل شو.
د غونډې په پای کې په خپله مولوي کرامت الله اخندزاده صاحب هم لنډه وینا وکړه. نوموړي  دخپلې وینا په ترڅ کې داسلامي امارت د مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه، دپوهنې وزارت له ټولو مسئولینو او کارمندانو څخه یې د یاد مسئولیت د اداء کولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه او n راتلونکي لپاره یې د اسلامي تعلیماتو د اړوندو تعلیمي مراکزو  د کمیت او کیفیت  لوري ته د پوره توجه  ژمنه وکړه . 
غونډه د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس مولوي عبدالحی حازم صاحب له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۴
Background image

په لوګر ولایت کې له یو باب ښوونځي سره د ۱۶۳ زره افغانیو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې لوري، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند له مغل‌خېلو لیسې لپاره د ۱۶۳ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې ده.
د مسوولینو په وینا، له دغې مالي مرستې سره ۲۵ لرګینې دروازې. . .

BACK TO NEWS