د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
sczxc

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو څخه رقابتي ازموینه واخیسته، چې اوس د بریالیو نوماندانو لېست په لاندې جدول کې خپرېږي.


۲-  ټولټال ۱۲۶ زره او ۶۶ ټوکه د نوي نصاب د صنفي اصولو درسي کتابونه، چې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست لخوا د کابل ښار او میدان وردګ ولایت پوهنې ریاستونو ته لېږل شوي وو، د دغو ریاستونو اړوندو ښوونځیو ته ووېشل شول.


۳- د غزني ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

۴- د دعوت او ارشاد ریاست د رسمي تشکیلاتو له مخې د هېواد د ټولو ولایتونو او د کابل ښار د شپاړسو ښوونیزو حوزو لپاره د ۵۰ بستونو ډکولو په موخه رقابتي ازموینه واخیسته.

۵- د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د “اغېزمنې زده‌کړې او ښوونې ترویج” تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه د مرکز او آب‌کمري ولسوالۍ۱۳۰تنو ښوونکو لپاره پیل کړه.

۶- د یوې همکارې ادارې لوري، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند له مغل‌خېلو لیسې لپاره د ۱۶۳ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې ده.

۷- د کابل ښار په محمود هوتکي عالي لېسه کې د ۲۰۰ متره په ژوروالي د یو حلقه څاه د کیندلو او د ۱۰ غرفې تشنابونو جوړولو پروژه، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۵۳۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS